Asset 1SWN

له لبنان پر اسراییلو توغندي وېشتل شوي

Irans-attack-on-Israel-quy9rb9vfkebwk4j2rj8g762fjy7mbulxgudhcfk3s

 د تېرو درېوو میاشتو پرمهال د درېیم ځل لپاره له لبنان څخه د اسراییلو پر  شمالي سیمو توغندي وېشتل شوي دي.

د اسراییلو پوځ وايي چې په یادو توغندیزو بریدونو کې چا ته زیان نه‌دی اوښتی.

د الجزیرې خبري شبکې نن شنبه، مارچ ۲۲مه راپور ورکړی چې اسراییلي هوايي ځواکونو د لبنان سوېل کې ځای ځای بریدونه کړي دي.

د اسراییلو دفاع وزیر اسراییل کاتز ویلي چې توغندي د لبنان پلازمېنې بیروت څخه د دوی پر لور وېشتل شوي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د اسراییلو پوځ خبرداری ورکړی چې د یادو توغندیزو بریدونو ځواب به ورکړي. دوی همداراز په یوې خبرپاڼه کې د لبنان حکومت د اوربند د هوکړې ساتلو مسوول بللی دی.

له دې وړاندې هم له لبنان څخه  د اسراییلو پر لور توغندي وېشتل شوي دي.

له لبنان سربېره تېره اوونۍ له یمن څخه هم پر اسراییلو توغندي وېشتل شوي دي. د یادو توغندیزو بریدونو مسوولیت حوثي ډلې منلی او هغه یې، د امریکا د بریدونو په غبرګون کې ځواب بللی و.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام