له یمن څخه پر اسراییلو د توغندیزونو بریدونو په لړ کې نن سهشنبه، مې ۲۷مه، د اسراییلو پر بېلابېلو سیمو دوه توغندیز بریدونه شوي دي.
د اسراییلو پوځ وايي چې نن یې، له یمن څخه د دوی پر لور توغول شوي، دوه توغندي شنډ کړي دي.
تراوسه په دغه بریدونو کې د اوښتې مرګژوبلې او زیانونو په تړاو څه نهدي ویل شوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د وروستیو ورځو پرمهال له یمن څخه پر اسراییلو توغندیز بریدونه زیات شوي دي. په یمن کې د حوثي ډله تر ډېره د دې بریدونو مسوولیت پر غاړه اخلي.
دغه ډله وايي چې بریدونه په غزه کې له فلسطینیانو سره د پیوستون لپاره دي او په وینا یې، تر هغو به پر اسراییلو توغندیز بریدونه کوي چې غزه کې یې، روانه جګړه نهوي درولي.