د اسراییلو پوځ وايي چې له سوریې د دوو توغندیو له وېشتلو وروسته هغې هېواد کې د اوسني نظام د وسلو زېرمې په نښه کړي دي.
د سوریې دولتي خبري اژانس او امنیتي سرچینو د اسراییلو د بریدونو راپور ورکړی چې په نږدې یوه میاشت کې لومړي پراخ بریدونه و چې د دمشق په کلیوالي سیمو، قنیطره او درعا کې یې څو ځایونه په نښه کړي دي.
پرون سهشنبه، جون درېیمه له سوریې پر اسراییلو دوه توغندي توغول شوي چې تراوسه یې، مسوولیت کوم چا یا ډلې پر غاړه نهدی اخیستی.
په ورته مهال د اسراییلو دفاع وزیر، اسراییل کاټز مخکې ویلي وو چې نوموړی د سوریې ولسمشر احمدالشرع د یادو بریدونو مسوول ګڼي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
کاټز ویلي: «موږ د سوریې ولسمشر د اسراییلو دولت ته د هر ډول ګواښ او ډزو له کبله په مستقیمه توګه مسوول ګڼو او ډېر ژر به بشپړ ځواب ورکړو.»
بلخوا د سوریې د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې د اسراییلو پر لور د توغندیو د توغولو راپورونه لا نهدي تایید شوي او ټینګار یې کړی چې سوریه په سیمه کې هېڅ لوري ته ګواښ نهدی رامنځته کړی.
په بیان کې ویل شوي: «موږ باور لرو چې ډېری ګوندونه شتون لري چې ممکن د خپلو ګټو د ترلاسه کولو لپاره سیمه بېثباته کړي.»
سوریې او اسراییلو په دې وروستیو کې د تاوتریخوالي کمولو لپاره مستقیمې خبرې پیل کړي چې دا د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړیکو کې د پام وړ پرمختګ ګڼل کېږي.