د عزیزي ګروپ مشر میرویس عزیزي وايي چې هېواد کې سیاسي موخې نهلري او په وینا یې، یوازینی هدف یې، له سیالانو سره د خپل ولس سیال کول دي.
نوموړي دغه څرګندونې نن شنبه، زمري یوولسمه، کابل کې د لس میلیارډ ډالرو په ارزښت د «لس زره مېګاواټه برښنا» د تولید تفاهملیک د لاسلیک غونډه کې وکړې.
د نوموړي په وینا، د یادې برښنا په تولید سره به حکومت ته له لس تر دولس میلیارډ ډالر عاید ترلاسه شي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
میرویس عزیزي همداراز ټينګار وکړ چې په دې پروژې سره به ټول هېواد کې برښنا ۲۴ ساعته شي او کارخونې به هم بشپړه برښنا ولري.
هغه زیاته کړه چې د یادې پروژې په پیل سره هېواد کې زرګونه ځوانانو ته د کار کولو زمینه هم برابره شي.
په ورته مهال نوموړي په خپله وینا کې وویل چې د برښنا مزو د لېږد لپاره به د «کېبو» د تولید یوه کارخونه هم جوړه کړي چې په وینا یې، د کېبونو غځولو اړتیا به له دې کارخونې برابره شي.