د اوکراین ولسمشر ولودېمیر زېلېنسکي وايي چې د لومړي ځل لپاره د میراژ۲۰۰۰ په نوم د دغه هېواد یوه جنګي جېټالوتکه لوېدلې ده.
د نوموړي په وینا، پېښه بېګاه شپه «چنګاښ۳۱مه» رامنځته شوې او پېلوټ ژوندی دی. زېلېنسکي نن چهارشنبه، ویلي: «له بدهمرغه چې دغه جېټالوتکه مو له لاسه ورکړې ده. دا فرانسوۍ جېټ الوتکه لوېدلې او پېلوټ په بریالۍ توګه له الوتکې د فراشوټ په مرسته وتلی دی. د الوتکې لوېدل د روسیې کار نهدی.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د اوکراین پوځ هم د دې الوتکې لوېدل تایید کړي او ویلي یې دي چې د پېښې له امله چاته زیان نهدی اوښتی.
د فرانسې میراژ۲۰۰۰ جېټالوتکو پیلوټان د فرانسې په ختیځ کې روزل شوي، څو د داسو جنګي الوتکو جوړولو شرکت له دې الوتکو په جګړه کې کار واخلي.
د روان کال په لومړیو کې اوکراین ته د فرانسې د پوځي مرستې د یوې برخې په توګه د یاد جېټالوتکو لېږد پیل شوی، څو د روسیې پروړاندې روانه جګړه کې ترې استفاده وکړي.