د اوبو او برښنا وزارت مسوولان سلاموطندار ته وايي چې هېواد کې د ۱۷۵ میګاواټه لمریزې برښنا د تولید چارې روانې دي.
د دغه وزارت ویاند مطیعالله عابد وویل، افغانستان د لمریزې برښنا د تولید لوړ ظرفیت لري او دغه وزارت هڅه کوي چې دغه برخه کې د خصوصي سکټور پانګونه راجلب کړي.
هغه زیاته کړه چې دامهال په پنځو ولایتونو کې د لمریزې برښنا د تولید د شپږو سترو پروژو چې ټولټال د ۱۷۵ میګاواټه برښنا د تولید ظرفیت لري، چارې روانې دي.
«خوشبختانه د انرژۍ وزارت له داخلي او بهرنيو شرکتونو سره لس هوکړې لاسليک کړي. د دغو پروژو له مخې، ننګرهار کې د ایثار شاهي سیمه کې ۴۰ میګاواټه لمریزې برښنا، په همدې ولایت کې د شيخ مصري سیمه کې ۴۰ میګاواټه لمریزې برښنا، د لوګر د محمدآغې ولسوالي کې ۴۰ میګاواټه لمریزې برښنا، د بلخ ولایت د دهدادي سیمه کې ۴۰ میګاواټه لمریزې برښنا، هرات کې ۵میګاواټه او لغمان کې ۱۰ میګاواټه لمریزې برښنا پروژې د تطبیق په حال کې دي.»
د اوبو او برښنا وزارت مسوولان وايي، په پام کې لري په راتلونکو پنځو کلونو کې افغانستان کې له ۷۰ تر ۸۰ پورې د تجدید وړ برښنا پروژې پلي کړي چې د تولید ظرفیت به یې له ۲۵۰۰ میګاواټو څخه زیات وي.
په همدې حال کې د بېلابېلو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي وايي، د برښنا پرچاوي زیاتېدو له امله اړ شوي چې له لمریزې برېښنا ګټه واخلي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په اړه یې د کونړ اوسېدونکی عزتالله صافی او د هرات اوسېدونکی فریدالله نظامي وايي: «خلکو لمریزې برښنا ته مخ کړې، ځکه چې د برښنا پرچاوۍ زیاته شوې. هرات کې ځینو برخو کې یواځې په یوه شپه او ورځ کې خلک دوه ساعته هم برښنا نه لري. لمریزه برښنا هم ارزانه ده او هم د برښنا له قطع کیدو مخنیوی کوي. په هرات صنعتي شرکت کې برښنا له یوې میاشتې نه تر دوو میاشتو پورې نهوي.»
«موږ د برښنا ټولې اړتیاوې له لمریزې برښنا پوره کوو. په کور کې د یخچال، د کالي مینځلو ماشین او نورو ټولو وسایلو لپاره لمریزه برښنا کاروو، ان موږ وتوانېدو چې یو کارخانه جوړه کړو چې پکې پنځه میګاواټه لمریزه برښنا تولید کړو.»
دې سره د چارو یو شمېر کارپوهان وايي چې تر اوسه پورې د لمریزې برېښنا د تولید په برخه کې پراخه پانګونه نه ده شوې.
د چارو کارپوه عادل صافي وویل: «لمریزه برښنا ډېر لګښت او پانګونې ته اړتیا نه لري، تراوسه په دې برخه کې لږه پانګونه شوې. دامهال خلک ډېر علاقهمند دي چې خپل کور کې لمریزه برښنا تولید کړي او حکومت هم په دې اړه ځانګړې پروګرامونه پيل کړي دي.»
تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام «یوانډيپي» ویلي و چې افغانستان کې له یو میلیون څخه زیاتو کسانو لمریزې برښنا ته لاسرسی موندلی دی.