د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مرستیال مولوي محمدعلي جان احمد لوګر کې یوې غونډې ته وویل، د ولس ترمنځ د خپلمنځي ستونزې به د قومونو او مخورو له ادرسه هوارې کړي.
احمد وویل، د پخوا په پرتله د هیواد په کچه د قومي او شخصي دښمنۍ کچه راټېټه شوې او هڅه روانه ده چې د هېواد په کچه د ولسونو ترمنځ یووالی رامنځته شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه همدارنګه د لوګر ولایت مقام په همکارۍ ددغه ولایت سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤولینو ته لارښوونه وکړه چې هڅه وکړي د ولایت په کچه د قومونو او ولسونو ترمنځ شته ستونزې د خبرو او جرګو له لارې هوارې کړي.
بلخوا د لوګر ولایت مرستیال مولوي محمد انور دین پرور جوړې غونډې ته وویل، ددغه ولایت محلي اداره له ولس سره ښې او غوره اړیکې لري او هڅه کوي چې ولس ته د ټولو ملکي او نظامي ادارو پرمټ د اړتیا له مخې خدمات وړاندې کړي.
نوموړی په ولس غږ وکړ چې د خپلې سیمې ستونزې له ولایتي ادارې سره د حل په موخه شریکې کړي او ددغه ولایت د محلي ادارو دروازې د ولس پرمخ همیشه پرانستې دي.