Asset 1SWN

سلام وطندار

 ترانسپورټ وزارت د ترانسپورټي نظم د پیاوړتیا لپاره ۱۴۶ پروژې پلي کوي

1000299721

د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هېواد د ترانسپورټي نظم د رامنځته کولو او د ترافیکي بې‌نظمۍ د مخنیوي په موخه اعلان کړی چې د روان کال تر پایه به ۱۴۶ پروژې پلي کړي.

دغو پروژو کې د باروړونکو او مسافروړونکو موټرو تم‌ځایونه، د ښارونو د برښنایي دروازو جوړول او د هوایي ډګرونو پراختیا شامله ده.

د یاد وزارت چارواکو دغه څرګندونې د کندهار په تخته‌پل ولسوالي کې له خصوصي سکتور سره په ګډه د سل میلیونه افغانيو په ارزښت د یوې برښنایي دروازې د جوړولو د چارو پرانېستې پرمهال کړې دي.

د دغه پروژې د پیل په مراسمو کې د وزارت مسوولانو وویل چې دا پروژه د هېواد د ترانسپورټي نظم په برخه کې یو مهم ګام دی.

د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت مرستیال عبدالسلام حیدري وویل: «موږ دامهال په ټول هېواد کې ۱۴۶ پروژې پلي کوو، چې ډېرې یې به د روان کال تر پایه بشپړې شي. دا پروژې د تمځایونو جوړول، د هوایي ډګرونو پراختیا او د نقلیه وسایطو د تنظیم په برخو کې مهم بدلونونه راولي.»

نوموړي زیاته کړه چې د دغو پروژو له بشپړېدو سره به د ترانسپورټي خدماتو کیفیت لوړ شي او د هېواد د لویو لارو ترافیکي نظم به په اساسي ډول ښه شي.

له بل‌خوا، د تړون کوونکي شرکت مشر محمددواد قادري وویل چې د پروژې د تطبیق لپاره اړین ټول تخنیکي امکانات برابر شوي دي.«موږ هڅه کوو چې دا پروژه په ټاکلي وخت او د لوړ کیفیت سره بشپړه کړو. د ترانسپورټي دروازو جوړېدل به د موټرو د تګ راتګ په کنټرول کې مرسته وکړي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


په همدې حال کې د لویو لارو موټرچلوونکي د دغو پروژو پلي کېدل یو مثبت ګام بولي، خو د شفاف څارنې غوښتنه کوي. یو موټرچلونکی سردار محمد وایي: «که دا پروژې په سمه توګه عملي شي، زموږ کار به ډېر اسانه شي، خو حکومت باید د شرکتونو د کار څارنه وکړي چې د وخت ضایع نه‌شي.»

بل موټرچلونکی جانان هم ورته نظر لري او وایي، د تم‌ځایونو نشتوالی د دوی لپاره له اوږدې مودې یوه ستونزه وه. «کله کله د تم‌ځایونو د نه‌شتوالي له امله مجبوریږو چې په لارو کې ودریږو چې دا هم د ترافیکي ګډوډۍ لامل ګرځي.»

د ترانسپورټ وزارت د معلوماتو له مخې، دا مهال په هېواد کې شاوخوا ۱۶۰ زره باروړونکي موټرونه فعالیت کوي، چې د هېواد له اړتیا ۸۰ سلنه زیات دي.

د وزارت د مسوولینو په وینا، د روانډ او نوبت سیستم د عملي کېدو سره دا ستونزه تر ډېره حل شوې ده. «موږ د نوبت سیسټم فعال کړی، ترڅو هر موټر په نوبت سره بارونه انتقال کړي او د ګڼې ګوڼې مخه ونیول شي.»

د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د نویو پروژو له لارې هڅه کوي د هېواد د ترانسپورټي نظم بنسټیز بدلونونه راولي. د متخصصینو په باور، که دا پروژې په روڼتیا او د کیفیت له اصولو سره سم پلې شي، نه یوازې د موټرو د تګ راتګ ستونزې به حل شي، بلکې د هېواد اقتصادي فعالیتونه به هم چټک شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام