Asset 1SWN

سلام وطندار

د ټولګټو وزارت پلاوي چین کې د اوسپنې پټلۍ اړوند غونډه کې ګډون وکړ

GvozE_WWQAA-0Fi

د ټولګټو وزارت د اوسپنې کرښې مرستيال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده په مشرۍ پلاوي چين ته د سفر پرمهال د اوسپنې پټلۍ د نړيوالې اتحاديې (UIC) په ۱۲مه کنګره کې ګډون کړی.

د ټولګټو وزارت نن (شنبه، سرطان ۲۱) ویلي چې یاده غونډه کې د نړۍ له ۶۰ هېوادونو لوړپوړو چارواکو، د اوسپنې پټلۍ متخصصانو، کارپوهانو، څېړونکو او د اوسپنې پټلۍ د مخکښو شرکتونو مسوولانو ګډون کړی وو.

ياده غونډه کې د ګډونوالو ترمنځ په نړيواله کچه د اوسپنې پټلۍ د وروستيو پرمختګونو، ظرفيت لوړونې او عصري ټکنالوژۍ کارونې په تړاو بحثونه او نظرونه تبادله شوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


همدارنګه د مخکښو نړيوالو شرکتونو او بنسټونو لخوا د ريل پټلۍ اړوند تجربې، څېړنې، نوښتونه او نوي عصري ټکنالوژۍ نندارې ته وړاندې شوې.

افغانستان له ۲۰۱۳ کال راهیسې د اوسپنې پټلۍ د نړيوالې اتحاديې (UIC) فعال غړيتوب لري او هڅه کوي چې د نړيوالو ميتودونو او عصري ټکنالوژۍ څخه په ګټې اخيستنې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ شبکه معياري او ظرفيت يې لوړ کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام