Asset 1SWN

د ټولګټو وزارت: یو کال کې اوسپنې پټلۍ له لارې ۴.۴میلیون ټنه توکي لېږدول شوي

GwxFQhMXcAEFssm

د ټولګټو وزارت مسوولان وايي، تېر یوه کال کې د افغانستان د اوسپنې پټلیو له لارې څه باندې ۴.۴ میلیون ټنه توکي لېږدول شوي، داسې حال کې چې دغه شمېر ۱۴۰۲ کال کې ۴.۱ سلنه وو.

د ټولګټو چارو وزارت سلاکار میرویس غفوري تېره ورځ (شنبه، اسد څلورمه) د دغه وزارت د تېر یوه کال د لاسته راوړنو غونډې ته وویل، تېر لمریز کال کې د اوسپنې پټلۍ له لارې د افغانستان انتقالات ۶ سلنه زیات شوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه وویل، دغه وزارت تېر یوه کال کې د سړکونو، پُلونو، پُلچکونو، اوسپنې پټلۍ، جوماتونو جوړولو او نورو برخو کې څه باندې ۲۰۰ پروژې پیل کړي چې ۵۴ یې د اوسپنې پټلۍ اړوند دي.

د مسوولانو په وینا، تېر یوه کال کې د دغه وزارت بېلابېلو پروژو کې څه باندې ۴۰۰ زره کسانو ته په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام