Asset 1SWN

د امربالمعروف وزارت: ۲۹۷ مېرمنې له کورني بند او زور زیاتي ازادې شوي

Untitled-1

د امربالمعروف، نهې‌عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ویلي، تېر ۱۴۰۳ کال کې یې د هېواد په سطحه ۲۹۷ مېرمنې له کورني بند او زور زیاتي ازادې کړي دي.

د دغه وزارت ویاند سیف‌الاسلام خیبر نن (سه‌شنبه، ثور ۲۰) یوه غږیز کلپ کې ویلي چې محتسبینو په ټولنه کې د معروفاتو اقامې، منکراتو مخنیوي او د ناوړه دودونو لمنځه وړلو ترڅنګ، مېرمنو ته د هغوی شرعي حق سپارلی دی.

هغه زیاتوي، د ښځو حقونه چې هغوی ته د هوساینې او وقار ژوند زمینه برابروي، د اسلامي امارت او افغان ټولنې لومړیتوب دی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د امربالمعروف وزارت تر دې وړاندې ویلي وو چې هېڅ چاته اجازه نه‌ورکوي څو ناوړه او غیر شرعي اعمال ترسره کړي او په ټولنه کې ناخوالي رامنځ ته کړي.

دغه وزارت له عامو هېوادوالو غوښتنه کړې چې په یاده برخه کې محتسبینو سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي، ترڅو اسلامي، سالمه او له خرافاتو پاکه ټولنه ولرو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام