د امربالمعروف او نهيعن المنکر وزارت ویلي چې د ټولنیزو رسنیو محتوا تعقیبوي او هېڅ کس یا بنسټ ته اجازه نهشته چې ټولنیزې رسنۍ د خپلو ناسمو او غیراخلاقي موخو لپاره وکاروي.
د دغه وزارت ویاند سیفالاسلام خیبر نن (دوشنبه، ثور ۲۲) یوه ویډیويي غږ کې ویلي چې د امربالمعروف وزارت له خپلو امکاناتو او صلاحیتونو څخه په ګټې اخیستو د ټولې هغه شبکې، پاڼې او ادرسونه څاري او تعقیبوي یې چې د ولس د عقیدې او فکر تخریبولو هڅه کوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه ویلي چې ټولنیزې رسنۍ باید د کره خبرونو، دیني او عصري علومو د ترویج، د مسلمان امت د یوالي او د یو بل درناوي لپاره وکارول شي، نه داچې د تعصب، سپکاوي، اخلاقي انحرافاتو او فکري تحریف لامل وګرځي.
هغه په ټینګار سره زیاته کړې چې د ټولنیزو رسنیو ناسمه او غیرمشروع ګټه اخیستل د قانوني تعقیب وړ دی.