د امر بالمعروف او نهېعنالمنکر وزارت مسوولان وایي، په کم عمر کې ودونه د شریعت خلاف دي او هېڅچا ته د ښځو پر حقونو د تېري اجازه نهورکوي.
د دغه وزارت ویاند سیف السلام خيبر وویل، هلمند کې د هغې ۶ کلنې ماشومې قضیه ارزول شوې او د لاښې څېړنې لپاره یې محکمې ته سپارلې چې یوه ۴۵ کلن سړي نکاح کړې وه.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د مسوولانو په وینا، د نجونو په کم عمر کې ودونه جدي ټولنیزې ننګونې له ځانه سره لري او ډاډ ورکوي چې د ښځو شرعي حقوقو ته به ژمن پاتې کېږي.
دغه څرګندونې داسې مهال دي چې څو ورځې وړاندې داسې راپورونه خپاره شول چې هلمند کې یوه ۶ کلنه ماشومه ۴۵ کلن سړي ته په نکاح ورکړل شوې ده.