Asset 1SWN

سلام وطندار

د ملي دفاع وزارت: بلوچستان کې مو د پاکستان سرحدي ځواکونو پر قومنداني برید کړی

اسلامي امارت ځواکونه پاکستان سره جګړه ۳۴

د ملي دفاع وزارت مسوولان وایي چې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې یې، د اېف‌سي یا سرحدي ځواکونو پر یوې قومنداني هوايي برید کړی دی.

د یاد وزارت په وینا، دغه برید د پاکستاني ځواکونو د وروستیو سرغړونو په ځواب کې  شوی دی. د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند، مولوي صدیق‌الله نصرت، ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پاکستاني ځواکونو پر ضد له بېلابېلو ولایتونو بریدونه شوي دي.

نصرت د پاکستاني ځواکونو د سرغړونو د څرنګوالي په اړه جزییات نه‌دي ورکړي، خو پاکستان ادعا کړې چې پر کندهار یې، برید کړی دی.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند ادعا کړې چې په دغو بریدونو کې پاکستاني ځواکونو ته درنه مرګ‌ژوبله اوښتې ده. خو د دې ادعا خپلواکه تایید لا نه دی شوی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه همداراز هغه شمېرې رد کړې چې د پاکستاني چارواکو له لوري د افغان ځواکونو د مرګ‌ژوبلې په اړه خپرې شوې دي او وایي چې د افغان ځواکونو تلفات ډېر کم دي.

د پاکستان د وروستیو بریدونو له امله په پکتیا، ننګرهار او یوشمېر نورو ولایتونو کې ولسي وګړو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې په غبرګون کې احتجاجونه هم شوي دي.

د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، د پاکستاني ځواکونو په تازه بریدونو کې ملکي وګړو ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې او زرګونه کسان له خپلو سیمو بې‌ځایه شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام