Asset 1SWN

سلام وطندار

ملي دفاع وزارت ۵۰ هاموې ټانکونه بیاځلې ترمیم کړي

G3wwgH9XUAEWxmN

د ملي دفاع وزارت مسوولان وايي چې د یاد وزارت اړوند د ۲۱۵ عزم قول‌اردو کې ۵۰ عرادې هاموې ټانکونه ترمیم شوي دي.

یاد وزارت نن سه‌شنبه، تلې ۲۹مه، پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د ۲۱۵ عزم قول‌اردو د حمایه کنډک په ورکشاپ کې د تخنیکي او مسلکي پرسونل له لوري دغه ټانکونه بیاځلې ترمیم شوي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


یاد وزارت لیکلي: «په ۲۱۵ عزم قول اردو کې ۵۰ عرادې هاموې ټانګونه ترميم شول د ۲۱۵ عزم قول اردو اړوند د حمايه کنډک په ورکشاپ کې د تخنيکي او مسلکي پرسونل له لوري ۵۰ عرادې هاموې ټانګونه بياځلي ترمیم او ګټې اخيستنې ته چمتو شول.»

د ملي دفاع وزارت همداراز يادونه کړې چې تر دې وړاندې هم په دغه ورکشاپ کې سلګونه عرادې بېلابېل پوځي وسايط ترميم او د هېواد د دفاع لپاره چمتو شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام