د ملي دفاع وزارت مسوولان وايي چې دا مهال د یاد وزارت په چواکاټ کې د «اسلامي اردو» شمېر له ۱۵۰ تر ۲۰۰زره ته رسېږي.
د یاد وزارت ویاند عنایتالله خوارزمي نن سهشنبه، چنګاښ ۳۱مه د رسنیو مرکز کې د یاد وزارت د تېر یوه کال د لاستهراوړنو د تشرېح پروګرام کې وویل چې د اردو شمېر له ۱۵۰ تر ۲۰۰زره کسانو دی او په وینا یې، د اړتیا له مخې، دغه شمېر اردو د هېواد له سرحدونو او دفاع لپاره بسنه کوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
واک ته د ا.ا د بېرته ستنېدو راهیسې یاد وزارت هڅه کړې چې یوه مسلکي اردو جوړه کړي، خو د یاد وزارت د چارواکو په وینا، لاهم اړتیا لري چې اردو پر پرمختللو وسلو سمبال او مسلکي کړي.