د ملي دفاع وزارت مسوولان وايي چې د هېواد په ختیځو ولایتونو کې د بېګاه شپې زلزلې له امله تر خاورو لاندې د احتمالي ژوند پاتیو کسانو د ژغورنې عملیات روان دي.
دغه وزارت نن دوشنبه، وږي لسمه، پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې تر دې مهاله ۴۰ پروازونه شوي او ۴۲۰ ټپیان او شهیدان انتقال شوي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
یاد وزارت لیکلي: «د ملي دفاع وزارت د قربانیانو کورنیو ته تسلیت وړاندې کوي او د لا زیاتو همکاریو ژمنه کوي. زلزلهځپلو هیوادوالو ته د ملي اسلامي اردو د ژغورنې ټیمونه او هوایي ځواکونه او د ختیځ زون ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو ټول منسوبین په خدمت بوخت دي او له خاورو لاندې هیوادوال راباسي.»
د یاد وزارت په وینا، لاهم له کونړ څخه ننګرهار ته د چورلکو په مرسته د ټپیانو لېږد روان دی.