د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان کړی چې په قشقري سیمه کې د امودریا له نفتې حوزې څخه ۱۸زره ټُنه خام نفت پلورل شوي دي.
دغه وزارت نن (دوشنبه، د لیندۍ۱۷مه/ د دسمبر ۸مه) په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې یاد مقدار خام نفت د ۱۰ میلیونه او ۵۰۰ زرو امریکایي ډالرو په ارزښت پلورل شوي دي.
د خبرپاڼې پربنسټ، دغه خام نفت د داوطلبۍ له لارې د «کامران مشال تصفیهخانې» کورني شرکت ته ورکړل شوي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د امو دریا نفتي حوزه د افغانستان د مهمو انرژۍ سرچینو څخه ده چې د هېواد په شمال کې د تاجیکستان او اوزبیکستان پولې ته نېږدې موقعیت لري.
د پخواني جمهوريت تر سقوط وړاندې دغه سیمه د زیربنايي او امنیتي ستونزو له امله پراخ پرمختګ نه درلود، خو په وروستیو کلونو کې د بدلونونو او نسبي امنیت له رامنځته کېدو سره، د دې سیمې د نفتو پر استخراج تمرکز زیات شوی دی.