Asset 1SWN

سلام وطندار

د کار وزارت: ځوانانو ته د کاري فرصتونو رامنځته کول زموږ لومړیتوب دی

۱۲۱۱۱۱

لوګر کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري «ځوانانو ته د کاري فرصتونو رامنځته کول» په نوم لویه غونډه جوړه شوه.

جوړې شوې غونډې ته د کار او ټولنېزو چارو وزارت مرستیال مولوي محمدذاهد احمدزي وویل، کار او ټولنیزو چارو وزارت ته د ځوانانو لپاره د کاري فرصتونو رامنځته کول لومړیتوب لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي وویل، په تېر یوه کال کې کار او ټولنیزو چارو وزارت شاوخوا دري زره په نشې روږدو ځوانانو ته د درملنې او مسلکي زده کړو زمینه برابره کړې ده.

ذاهد همدارنګه وویل، کار او ټولنیزو چارو وزارت د هیواد په کچه ۲۷ د حریفوي زده کړو مرکزونه پرانېستلي دي او سلګونه وزګارو ځوانانو ته پکې د زده کړو او کار زمینه برابره شوې ده.

هغه دغه راز زیاته کړه، د هیواد په کچه د کار او ټولنیزو چارو وزارت په روزنتونونو کې شاوخوا ۶ زره بې سرپرسته ماشومان تر روزنې لاندې دي.

بلخوا د لوګر ولایت والي مولوي ضیاالرحمن مدني وویل، لوګر ولایت ولس په تېرو جنګ جګړو کې د پام وړ قرباني ورکړې ده او ا.ا اړونده وزارتونو ته پکار ده چې د دغه ولایت وزګارو ځوانانو ته د مسلکي زده کړو او کار زمینه برابره کړي.

مدني د لوګر ولایت له اوسیدونکو په ځانګړې توګه له ځوانانو وغوښتل چې شته نظام د ځان لپاره یو فرصت وګڼې او په کلکه ترې ملاتړ وکړي.

لوګر ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست رئیس مولوي جان محمد طالحه هم په دغه ولایت کې د ځوانانو وزګارتیا یوه مهمه ستونزه وبلله او زیاته یې کړه چې هڅه کوي ځوانانو ته په خپل ولایت کې د کار زمینه برابره کړي.

نوموړي وویل، د لوګر ولایت په مرکز پل علم او ولسوالیو کې شاوخوا ۷ زره یتم او بې سرپرسته ماشومان له دوي سره ثبت او راجستر دي او یوازې ۷ سوه یتمو او بې سپرسته ماشومانو ته د روزنې او پالنې زمینه برابره شوې ده.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

لوګر کې په داسې حال کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري «ځوانانو ته د کاري فرصتونو ایجاد» په نوم غونډه جوړه شوې چې د دغه ولایت ځوانان وایي وزګارتیا له امله هره میاشت لسګونه ځوانان په غیرې قانوني بڼه بهرنیو هیوادونو ته سفرونه کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام