د افغانستان د اسلامي امارت د عدلیې وزارت اعلان کړی چې په هېواد کې نهه هستوګنیز ښارګوټي د امارتي ملکیت په توګه تثبیت شوي دي.
دغه وزارت نن (شنبه، د لړم ۱۰مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې دا ښارګوټي د تېرو درېوو کلونو په ترڅ کې د هغو ځانګړو محاکمو د پرېکړو له مخې امارتي ثابت شوي چې د غصب شویو دولتي ځمکو د قضیو د څېړلو لپاره جوړ شوې دي.
د عدلیې وزارت د معلوماتو له مخې، یاد ښارګوټي له پنځوس زره جریبه زیاتې ځمکې رانغاړي او په کابل، بلخ، میدانوردګ، غزني او ننګرهار ولایتونو کې موقعیت لري.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په کابل کې د ملا ترهخېل، سردار محمدداوود خان او ملا عزت ښارګوټي، په بلخ کې د خالد بن ولید ښارګوټی، په میدانوردګ کې د ښارنو ښارګوټی، په غزني کې د حکیم سنایي او نواباد ښارګوټي او په ننګرهار کې د حاجي قدیر او اسحاق ګیلاني ښارګوټي د هغو له ډلې دي چې د امارت ملکیت پرېکړه پرې شوې ده.
وزارت زیاتوي چې په تېرو درېوو کلونو کې د دغو ښارګوټو تر څنګ نږدې څلور میلیونه جریبه امارتي ځمکه هم له غاصبانو او متصرفانو څخه بېرته ترلاسه شوې ده.
د اسلامي امارت له واک ته رسېدو وروسته، د دولتي ځمکو د غصب د مخنیوي او د بېرته ستنولو لپاره ځانګړې کمېسیون جوړ شوی دی.