Asset 1SWN

سلام وطندار

کورنیو چارو وزارت: د عاشورا مراسمو لپاره کلک امنیتي تدابیر نیول شوي

کابل عاشورا مراسم امنیتي تدابیر

د کورنیو چارو وزارت نن (پنجشنبه، سرطان ۱۲) ویلي چې د عامه امن ځواکونو د عاشورا مذهبي ورځو په رانږدې کېدو سره، د کابل تکیه‌خانو او اړونده سیمو کې کلک امنیتي تدابیر نیولي.

د مسوولانو په وینا، دغه تدابیر د هېوادوالو د امنیت ټینګښت، د احتمالي ګواښونو مخنیوي او په ارامه فضا کې د عاشورا مراسمو ترسره کېدلو په موخه نیول شوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د امنیتي طرحې پر بنسټ د کابل ښار بېلا بېلو ناحیو کې یوشمېر تکیه‌خانې د عامه امن ځواکونو تر څارنې لاندې دي او یاد ځواکونه په ۲۴ ساعته توګه په دغو سیمو کې ځای پر ځای شوي دي.

د عامه امن ځواکونه له هیوادوالو غواړي چې د امنیت په ټینګښت کې له امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي او د شکمنو پېښو د لیدو پرمهال دوی ته سم له واره خبر ورکړي.

د یادونې وړ ده چې د عاشورا مراسم هرکال د هېواد پلازمېنه او ولایتونو کې په ځانګړو امنیتي تدابیرو ترسره کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام