د میدانوردګ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولان وایي چې د یاد ریاست په انګر کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت په مالي لګښت جومات جوړیږي او د یاد جومات ټول مالي لګښت دغه وزارت ورکوي.
د یاد جومات بنسټ ډبرې اېښودلو مراسمو کې د میدانوردګ ولایت سیمهییزو چارواکو، علماوو او یوشمېر فرهنګیانو ګډون کړی وو.
جوړو شویو مراسمو ته د میدانوردګ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست رییس مولوي حبیبالله مجاهد وویل چې یاد مسجد به له ټولو ضروري اسانتیاوو لکه اودس ځایونو، عصري تشنابونو او د لمانځه مناسب چاپېریال سره په پنځو میاشتو کې په معیاري بڼه جوړ او ګټېاخیستنې ته وسپارل شي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي دغه ګام د اسلامي ارزښتونو د پیاوړتیا په لور مهم اقدام وباله.
همدارنګه د ولایت مقام د دفتر رییس او د ارشاد حج او اوقاف رییس د مسجد د ودانولو پر فضیلت او ټولنیز اهمیت خبرې وکړې او د معلوماتو او فرهنګ ریاست رهبري یې وستایله چې د دې مهم عبادت ځای جوړولو ته هوډ لري.