د صنعت او سوداګرۍ وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د متشبثینو سکتور ملاتړ او پیاوړتیا لپاره ۱۲ موسسو سره د څه باندې یو میلیون او ۵سوه زره ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړهلیکونه لاسلیک کړي دي.
خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه ۱۲ موسسې به د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د ظرفیت لوړولو، د کورنیو لپاره د عاید برابرولو او مالي تامین، د کوچنۍ سوداګرۍ مدیریت، معیشتي فرصتونو ته د بیرته راستنېدونکو لاسرسي کچې لوړولو، غالۍ اوبدلو او د متشبثینو لپاره د ګرافیک ډیزان په برخه کې پروژې تطبیق کړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
خبرپاڼه کې ټینګار شوی چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت تل د متشبثینو د هڅونې او ملاتړ لپاره هڅې کړي دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت زیاته کړې چې له دغو پروژو به کندز، لوګر، فاریاب، ننګرهار، کابل، بدخشان، بامیان، هرات او تخار ولایتونو کې تر زرو زیات کسان په مستقیم ډول ګټه پورته کړي.