د میدانوردګ د دښتټوپ له ښوونیز او روزنیز مرکز څخه ۲۶۱ کسان پولیس له عسکري زدکړو فارغ شول.
یاده فراغتغونډه کې د کورنیوچارو وزارت سرپرست سربېره، د یاد وزارت د تامیناتو رییس، د میدانوردګ والي، امنیه قومندان او نورو ګڼو لوړ پوړو مسوولانو پهکې برخه اخیستې وه.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
غونډه کې د کورنیوچارو وزارت سرپرست وزیر سراجالدين حقاني وویل، سرپرست حکومت غواړي چې پولس یې په هر ډول اسلامي، عقیدتي، حربي، اخلاقي او روغتیایي زدکړو سمبال وي، څو له دې لاري وکولای شي، خپلو هېوادوالو ته ښه خدمت وکړي.
نوموړي فارغ شویو پولیس د نظام او ولس خدمتګاران وبلل او غوښتنه یې وکړه چې «پولیس دې له خپل ولس سره په خوښۍ چلند کوي، د خپلو دندو پرمهال له غفلت او بېپروايۍ څخه ډډه وکړئ. څو له دغي لاري د خپلو وطنوالو خدمت وکړی شي.»
هغه پولسو ته سپارښتني وکړې چې د درسونو په جریان کې مو څه زدکړي وي، د خپلو وظیفو پرمهال یې عملي کړئ.
یاده دي وي چې له دغه مرکز څخه تر دې وړاندي هم سلګونه ته پولس له زده کړو فارغ شوي دي.