Asset 1SWN

سلام وطندار

حج او اوقافو وزارت: د جوماتونو ستونزو ته رسېدنه مو لومړیتوب دی

1000242137

د حج، ارشاد او اوقافو وزارت مسوولان وايي، دامهال د هېواد د ټولو جوماتو د برښنا لګښتونه د یاد وزارت له لوري ورکول کېږي او ترڅنګ يې د ملا امامانو د اقتصادي ستونزو د حل پر طرحه کار روان دی.

د یاد وزارت مسوولانو دغه څرګندونې د کابل-کندهار پر لویه لاره د کندهار دامان ولسوالي کې د ټولګټو چارو وزارت له لوري د ۳۵ میلیونه افغانیو په ارزښت جوړ شوي شوه جومات د پرانېستلو پرمهال کړې دي.

د حج، ارشاد او اوقافو وزارت ته د دغه جومات د سپارلو پرمهال د یاد وزارت مرستیال وویل چې د هېواد پر لويو لارو د جوماتونو جوړولو سربېره، د ملا امامانو او د هېواد د جوماتونو ستونزو ته رسېدنه د دغه وزارت مهم لومړيتوب دی.

د حج او اوقافو وزارت مرستیال عرفان‌الله عارف: «موږ په دوامداره توګه هڅه کوو چې د هېواد د ټولو لویو جوماتونو د فعالیتونو لپاره مالي او اداري ملاتړ برابر کړو. زموږ هدف دا دی چې ملا امامان د اقتصادي ستونزو له فشار پرته د خلکو د عبادت لپاره خدمت وکړي او د جوماتونو ستونزې ژر تر ژره حل شي.»

بل‌ځوا د ټولګټو چارو وزارت مرستیال مولوي اسحاق صاحبزاده: «هېواد د لویو لارو پر غاړه د جوماتونو جوړول زموږ د ټولنیزې ودې یوه مهمه برخه ده. موږ هڅه کوو چې د دې جوماتونو له لارې د خلکو لپاره د عبادت ځایونه او د سفر پرمهال اسانتیاوې برابرې شي. دا زموږ د وزارت لومړیتوب دی چې د ټولنې د ټولو برخو خلکو ته خدمتونه ورسیږي.»

په ورته مهال هېوادوال بيا لويو لارو ته د څېرمه کليو اوسېدونکو ته هم د پاملرني غوښتنه کوي، او وايي، د دوی ستونزې هم باید په پام کي ونیول شي.

د کابل-کندهار لویې لارې یوه مسافر محمد نبي: «موږ د سفر پرمهال د جوماتونو او عبادت ځایونو د شتون اهمیت په کلکه محسوسوو. دا زموږ لپاره د سفر د راحتۍ او د مذهبي اړتیاوو د پوره کولو لپاره خورا مهم دی. موږ هیله لرو چې د لویې لارې ترڅنګ زموږ د کليو خلکو ته هم ورته توجه وشي.»

د مسوولانو په خبره، د اسلامي امارت د مشر په امر د هېواد پر ټولو لویو لارو د مسافرینو د اسانتیاوو په موخه تر ۷۰ زيات مجهز جوماتونه جوړیږي چې د ځینو چاري د بشپړېدو په حال کې دي.

د اسراییلي ځواکونو له لوري د غزې په بېلابېلو سیمو کې د بریدونو پرمهال لږترلږه ۵۰ فلسطینیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د غزې د روغتیا وزارت د راپور له مخې، د وژل شویو کسانو په منځ کې لږترلږه اووه ماشومان هم شامل دي.

بریدونه تر ډېره په کلابنده غزې ښار او شاوخوا سیمو کې شوۍ چې ګڼې کورنۍ یې د خپلو غړو د وژنې او ټپي‌کېدو له امله د غم په ټغر کېنولي دي.

عیني شاهدان وایي، اسراییلي الوتکو او توپخانو په پرله‌پسې توګه هستوګنیزې سیمې په نښه کړي او لسګونه کورونه یې په بشپړه توګه ویجاړ کړي دي. په همدې حال کې د مرستندویو ډلو په وینا، د مړو او ټپیانو شمېر ښايي د ژغورنې عملیاتو پر مهال نور هم لوړ شي.

د فلسطیني چارواکو په خبره، له تېرو څو میاشتو راهیسې د اسراییلو د پرله‌پسې عملیاتو له امله د غزې په ښار کې د انساني وضعیت کړکېچ بې‌ساری شوی دی. نړیوال سازمانونه د ملکي تلفاتو د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګندوي او د اوربند غوښتنه کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام