د بهرنیو چارو وزارت ویلي، هغه افغانان چي غواړي افغانستان ته پر بهرني پاسپورت سفر وکړي، د معمول په څېر د خپل افغاني هویت په ښکاره کولو سره، د افغانستان ویزې اخیستلو ته اړتیا نهلري.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل نن (جمعه، قوس ۲۱) پر اېکسپاڼه لیکلي چې دوه تابعیتلرونکي افغانان کولی شي له ویزې پرته افغانستان ته سفر وکړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د هغه په وینا، دې وروستیو کې د ځینو رسنیو له لورې هغه خپاره شوي راپورونه چې اسلامي امارت د دوهتابعیته بهر مېشتو افغانانو لپاره خپل هیواد ته د راتګ پر مهال د افغانستان ویزې لازمې ګرځولې، ناسم دي.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال زیاته کړې چې په دې اړه کومه پرېکړه نهده نیول شوې.