د بهرنیو چارو وزارت مسوولان وايي چې دامهال څه باندې لس زره افغانان د بهرنیو هېوادونو په زندانونو کې بندیان دي.
د یاد وزارت مسوولانو دغه څرګندونې نن چهارشنبه، زمري لومړۍ نېټه د رسنیو مرکز کې د دغه وزارت د تېر یوه کال د لاستهراوړنو د تشرېح پروګرام کې کړې دي.
که څه هم د بهرنیوچارو وزارت چارواکو بهر کې د افغان بندیانو د کره شمېر په ډاګه نهکړ، خو یاده یې کړه چې له لس زرو ډېر افغانان نورو هېوادونو کې بندیان دي.
د دوی په وینا هڅې روانې دي چې د دغو بندیانو کره شمېر معلوم او د خوشې کولو لپاره له هېوادونو سره اړیکې ټینګې او پلان جوړ شي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د بهرنیو چارو وزارت مسوولانو همداراز ټينګار وکړ چې د یادو بندیانو ډېره برخه په ایران کې دي. دوی زیاته کړه چې له ایران سره د خبرو او هلوځلو په پایله کې یوشمېر افغان بندیان د یاد هېواد له زندانونو راخوشې او افغانستان ته رالېږدول شوي دي.
د اسلامي امارت له بیاواکمنېدو راهیسې ګڼشمېر افغان بندیان له نورو هېوادونو په ځانګړې توګه ایران او پاکستان څخه خوشې شوي او هېواد ته رالېږدول شوي دي.