د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال او د عامه اړیکو مسوول ضیا احمد تکل ویلي، تهران کې د افغانستان په تړاو د سیمې د یو شمېر هېوادونو د ځانګړو استازو په کچه جوړېدونکې غونډه کې د افغانستان حکومت ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې، خو اسلامي امارت پرېکړه کړې چې دې ناسته کې برخه وانخلي.
هغه دغه غونډه کې د اسلامي امارت د نه ګډون لامل په اړه ویلي، افغانستان دامهال د شته سیمهییزو سازمانونو او فارمټونو له لارې د سیمې له هېوادونو سره فعالې اړیکې لري او په دغه برخه کې یې ښه پرمختګ هم کړی.
ضیا احمد تکل وویل: «افغانستان دامهال د موجوده سیمهییزو سازمانونو او چوکاټونو له لارې د سیمې له هېوادونو سره فعالې اړیکې لري. د بهرنیو چارو وزارت د سیمې له هېوادونو سره د ګډ تفاهم او همکاریو د لا پراختیا لپاره د شته دریځونو پر پیاوړتیا ټینګار کوي.»
ورته وخت کې پاکستان له افغانستان څخه د خپلو امنیتي اندېښنو د لهمنځه وړلو لپاره د نړیوالو په ځانګړي توګه د ایران د هڅو زیاتولو غوښتنه کړې.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان سره کتنه کې غوښتنه کړې چې د اسلاماباد د اندېښنو په اړه د اسلامي امارت د ځواب ویلو لپاره لا ډېرې هڅې وکړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د سیمې هېوادونو د جمعې په ورځ د ترکمنستان پلازمېنه عشقآباد کې د نړیوالې سولې په غونډه کې د افغانستان په اړه هم خبرې وکړې.
پاکستان په دې غونډه کې ویلي چې د کابل او اسلاماباد ترمنځ د شخړو د حل لپاره د نړیوالو ملاتړ او څارنې ته اړتیا ده.
«موږ اړتیا لرو چې نړیواله ټولنه له اسلامي امارت څخه وغواړي چې خپلو نړیوالو ژمنو ته ژمن پاتې شي او د امنیت ضد کړنې مهار کړي؛ اخوا، د دواړو هېوادونو ترمنځ اوربند نازک حالت کې دی او د نړیوالو ملاتړ او څارنې اړتیا لري.»
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي دوه ورځې وړاندې وویل چې د سېشنبې او چهارشنبې په ورځو به د افغانستان په اړه غونډه ترسره کړي.
هغه ویلي چې دا غونډه د سیمهییزې همغږۍ د زیاتولو او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړو د حل لپاره جوړیږي.
د هغه په وینا، دغه غونډه به په تهران کې ترسره شي او د افغانستان، پاکستان، تاجکستان، ازبیکستان، ترکمنستان، چین او روسیې استازي پهکې ګډون وکړي.
تر دې مخکې د سیمې هېوادونو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړو کمولو لپاره په استانبول او جده کې څلور پړاوه خبرې ترسره کړي؛ خو د اساسي پرمختګ لامل نه دي شوي.
سیاسي شنونکي وایي چې د سیمې هېوادونه د پاکستان او افغانستان ترمنځ د شخړې زیاتوالی د خپلو ګټو او د سیمې ثبات لپاره ګواښ بولي او په همدې دلیل هڅه کوي چې دواړه لوري حل لارې ته ورسیږي.
د یادونې ده چې د افغانستان په اړه د سیمې هېوادونو د استازو غونډه د راونې ډسمبر میاشتې د ۱۶ او ۱۷ تهران کې ترسره کېږي.