Asset 1SWN

د انرژۍ او اوبو وزارت: د اوبو مدیریت د حکومت له لومړیتوبونو څخه دی

ررررررررررررررررر

د انرژۍ او اوبو وزارت سرپرست عبدالطیف منصور لوګر ته د یوه سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د اوبو له یوشمېر بندونو څخه د لیدنې ترڅنګ ویلي، د اوبو مدیریت د سرپرست حکومت له لومړیتوبونو څخه دی.

نوموړي د دغه ولایت اوسېدونکو سره ژمنه وکړه چې د انرژۍ او اوبو وزارت هڅه کوي د لوګر ولایت د اوبو پر یوشمېر بندونو کار پيل کړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

منصور زیاته کړه چې ا.ا د اوبو مدیریت ته ژمن دی او شپه او ورځ هڅه کوي، پر هغه بندونو  کار پیل کړي چې په کم لګښت ترې ډېرې اوبه او انرژي ترلاسه شي.

نوموړي همدارنګه د خوښۍ ولسوالي «ابتک» اوبو بند څخه د لیدنې پر مهال ژمنه وکړه چې د دغه بند د جوړیدو چارې به پيل شي.

بل‌خوا د لوګر  د والي مرستیال عنایت‌الله شجاع وویل، د لوګر  اوسېدونکو د اقتصادي پراختیا لپاره مهمه ده چې د دغه ولایت په مرکز پل‌علم، څرخ، محمداغې، خوښۍ او خروار ولسوالیو کې د اوبو شته بندونه بیاورغول شي.

هغه زیاته کړه، که ا.ا د لوګر د اوبو مدیریت لپاره په بندونو باندې پانګونه وکړي د دغه ولایت خلک به د کرنې او برښنا برخه کې د پام وړ پرمختګونه وکړي.

د نوموړي په وینا، د لوګر د خوښۍ او خروار ولسوالیو د بندونو لومړنۍ سروې هم شوي او په پام کې ده چې په نږدې راتلوونکې یې د بیارغونې عملي چارې پيل شي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د لوګر اوسېدونکي هم د یاد وزارت څخه غواړي چې د دغه ولایت د محمداغې ولسوالي د سرخ اب، د څرخ ولسوالي د مولانا یعقوب څرخي، د خوښۍ ولسوالي د ابتک او د خروار ولسوالي د اوبو بندونو باندې پانګونه وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام