Asset 1SWN

سلام وطندار

پوهنې وزارت: هڅه کوو ټولو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړو

OIP (1)

افغانستان کې له زده‌کړو د محرومو ماشومانو په اړه د اندېښنو په لړ کې د پوهنې وزارت مسوولان وايي چې د تېرو درېوو کلونو پرمهال هېواد کې زرګونه ماشومان او تنکیو ځوانانو ته د زده‌کړو زمینه برابره شوې.

د ملګروملتونو ښوونیز، علمي او فرهنګي سازمان یونېسکو اندېښنه ښودلې چې افغانستان کې له هرو ۱۰ ماشومانو او تنکیو ځوانانو، شپږ یې ښوونځي ته له تلو محروم دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د پوهنې وزارت مسوولان بیا دغه شمېر نه‌تاییدوي او نه یې هم د رد په اړه څه وايي. د پوهنې وزارت ویاند منصوراحمد حمزه وویل، دغه وزارت هڅه کوي چې هېواد کې د ښوونې لپاره د لاډېرې زمینې برابرولو لپاره تشې ډکې کړي.

هغه وویل: «پوهنې وزارت تل هڅه کوي چې ټولو ته هېواد کې د زده‌کړو زمینه برابره کړي. تراوسه څه باندې ۱۸زره او ۳۰۰ ښوونځي فعال شوي او زده‌کوونکي په‌کې زده‌کړې کوي. تېرو درېوو کلونو کې څه باندې ۳۰۰ ښوونځي جوړ شوي او څلور زره خصوصي ښوونځي دي. وزارت هڅه کوي چې ټولو زده‌کوونکو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړي، حتا کلیو کې.»

د پوهنې وزارت ویاند زیاتوي چې دغه وزارت د بېلابېلو بنسټونو په همکارۍ د ټول هېواد په سطحه د ښوونځیو ترڅنګ، څه باندې ۸ زره محلي ټولګي او د سواد زده‌کړې سلګونه مرکزونه هم رامنځ ته کړي دي. د هغه په وینا، دامهال د هېواد په سطحه تر ۱۱ میلیون زیات ماشومان په زده‌کړو بوخت دي.

د ملګروملتونو علمي، ښوونیز او فرهنګي سازمان یونېسکو دوشنبه، لړم ۱۴مه «د ښوونې نړیوال وضعیت» په اړه د راپور په خپرولو سره وویل، افغانستان او نایجریا کې له هرو لسو ماشومانو شپږ یې، ښوونځیو ته له تلو محروم دي.

د دغه سازمان په وینا، د ښوونې امکاناتو په برخه کې شته ستونزې او د کورنۍ بد اقتصادي وضعیت دغو دواړو هېوادونو کې له زده‌کړو د ماشومانو د محروم پاتې کېدو مهم لاملونه دي.

هېواد کې یوشمېر هغه کورنۍ او ماشومان چې له زده‌کړو محروم دي، دوی هم د امکاناتو کمښت یا نشتون د ماشومانو له لوري د ښوونځیو د خوشې کولو مهم لامل بولي.

د غزني اوسېدونکی نادر وویل: «ښوونځی له کلي لرې دی او هلکان ښوونځي ته نه‌ځي، ما سره کار کوي؛ کروند کې بوخت یوو او ستونزې ډېرې دي، یوازې زه نه‌شم کولای چې ځمکه کې کار وکړم، لویو کې کارونو مې زامن راته غنیمت دي.»

د بدخشان د ارګو ولسوالي اوسېدونکی علي وايي: «اقتصاد کمزوری و او اړ شوم، د کور لګښت پر ما دی، نور مې ونشوای کړای چې ښوونځي ته لاړم شم. ښوونځی هم لرې و، اړ یو ګذاره وکړو، که زمینه برابره شي، ښوونځي ته ځم.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یونېسکو د رپوټ پر بنسټ، دامهال د نړۍ په سطحه شاوخوا ۲۵۰ میلیون ماشومان او تنکي ځوانان له زده‌کړو محروم دي چې ۱۲۹ میلیون یې هلکان او ۱۲۲ میلیون یې نجونې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام