د پوهنې وزارت سرپرست حبیبالله اغا روزګان ته د سفر پرمهال ویلي چې د تېرحکومت پرمهال د یاد ولایت پوهنې ته پام نهو شوی.
د نوموړي په وینا، تېرې اداره کې د روزګان حق خوړل شوی او په وینا یې، هېڅ پام ورته نهدی شوی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
حبیبالله اغا دغه ولایت کې د والي، پوهنې رییس او نورو چارواکو سره هم لیدلي دي.
د پوهنې وزارت سرپرست همداراز زیاته کړې چې سرپرست حکومت په دې هڅه کې دی چې هېواد کې د ښوونې برخه کې ځانګړي اسانتیاوي رامنځته کړي او په وینا یې، لروپرتو سیمو کې تعلیمي مرکزونه جوړ کړي.
هغه دغه ولایت ته د خپل سفر موخه د ښوونې او روزنې برخه کې د شته ستونزو حل یاد کړی دی. نوموړی وايي، هڅه به وکړي، څو په دې ولایت کې د ښوونکو نوي بستونه هم منظور کړي.
د روزګان والي بیا غوښتنه وکړه چې د سرپرست حکومت مسوولان دې یاد ولایت ته د ښوونې برخه کې ځانګړی پام وکړي.