Asset 1SWN

اقتصاد وزارت: یوه کال کې غیرامارتي موسسو ۲۱۹۴ پروژې پلې کړي

عبداللطیف نظری

د اقتصاد وزارت مسوولان وايي چې د تېر یوه کال پرمهال هېواد کې غیرامارتي ادارو په بېلابېلو برخو کې ۲۱۹۴ پروژې پلې کړې دي.

دغه څرګندونې د یاد وزارت مسوولانو نن پنج‌شنبه، زمري ۱۱مه، کابل د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته‌راوړنو د تشرېح پروګرام» کې کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د افغانستان د ملي پراختیا د پنځه کلنې ستراتېژۍ د مسودې ترتیب، د کرنې، صنعت، سوداګرۍ، پوهنې او روغتیا سکتورونو د وضعیت تحلیل، د کار د اقتصادي لیدلوري ترتیب، د غیرامارتي موسسو د فعالیتونو څارنه، د پروژو د چاپېریالي او ټولنیزو اغېزو ارزونه او په ملي او نړیوالو ناستو کې فعاله ګډون، په وروستي یوه کال کې د یاد وزارت له مهمو فعالیتونو څخه دي.

د دغه وزارت مسوولانو په دې پروګرام کې وویل چې په وروستي یوه کال کې د غیرامارتي کورنیو او بهرنیو موسسو له‌خوا د بشري او بېړنیو مرستو او پراختیا برخه کې شاوخوا ۲۱۹۴ پروژې پلې شوي چې له امله یې څه باندې ۲۰۰زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوې.

دغه‌راز په روان کال کې د نږدې یو میلیارډ او اته سوه میلیونه ډالرو په ټولیز ارزښت، شاوخوا ۱۳۳۸ پروژې تر کار لاندې دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، ۲۴۷۷ غیر امارتي موسسې په هېواد کې فعالیت لري، چې ۲۱۹۹ یې کورنۍ او ۲۷۸ یې بهرنۍ موسسې دي.

دغه‌راز تېرکال کې ۱۵۹ کورنۍ او ۱۴ بهرنۍ موسسې تازه ثبت شوي او د ۳۱۵ کورنیو او ۶۰ بهرنیو موسسو د فعالیت جوازونه تمدید شوي دي او د ۲۴ میلیونه ډالرو په اندازه، ۱۰۴۷ کورنیو او بهرنیو موسسو ته ګمرکي معافیت ورکړل شوي دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام