Asset 1SWN

سلام وطندار

اقتصاد وزارت د ۲۰۲۶ کال د پراختیايي پروګرامونو کاري تګلاره اعلان کړه

WhatsApp Image 2026-02-17 at 2.52.21 PM (1)

د اقتصاد وزارت د ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او ځینو مرسته‌رسوونکو بنسټونو د استازو په حضور کې د غیرامارتي بنسټونو د ۲۰۲۶ کال د پراختیايي پروګرامونو لومړیتوبونه اعلان کړل.

د اقتصاد وزیر دین محمد حنیف نن سه‌شنبه په دې تړاو غونډې ته وویل، د غیر امارتي موسسو د فعالیتونو انسجام تګلاره د بشري مرستو د تنظیم، د شفافیت تامین او په لا ښه توګه د مرستو همغږۍ په موخه د اقتصاد وزارت په همغږۍ د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت له لوري ترتیب شوې.

هغه وویل: «دغه سند د داسې یوه باثباته او هوسا افغانستان د انکشافي لیدلوري د پلي کېدو زمینه برابروي چې له سیمې او نړۍ سره د رغنده اړیکو لرونکی وي. دا تګلاره پر متوازنې اقتصادي پراختیا، د سرچینو اغېزمن مدیریت، د خدمتونو د وړاندې کولو پر ښه‌والي، د روڼتیا او حساب‌ورکونې پر زیاتوالي، اقتصادي ودې او د کارموندنې پر رامنځته کولو، د فقر پر کمښت، د بنسټیزو زیربناوو پر پراختیا، د طبیعي سرچینو پر دوامدار مدیریت، د خصوصي سکتور پر ملاتړ، د صنعت او سوداګرۍ پر ودې، د ټولنیز خوندیتوب پر تأمین او د چاپېریال پر ساتنې تمرکز لري.»

د اقتصاد وزیر د ملګرو ملتونو له ټولو دفترونو او نورو مرستندویه بنسټونو وغوښتل چې خپل پروګرامونه او پروژې د افغانستان د ملي پراختیا له سند سره سمې ترتیب کړي.

په ۲۰۲۶ کال کې د غیر امارتي بنسټونو پراختیايي پروګرامونو لپاره د اسلامي امارت ټاکل شوې کاري تګلارې ته په پام، غیرامارتي مرستندویه دفترونه باید د انکشافي پروژو ملاتړ، د بشري مرستو د دوام، د «کار په بدل کې خواړه» پروژې، د کارموندنې د رامنځته کولو فعالیتونو پیاوړتیا، متوازنه پرمختیا، په لرو پرتو سیمو کې د پروژو لومړیتوب او د کورنیو تولیداتو له لارې د کورنیو صنایعو پیاوړتیا ته خپلو کاري لومړیتوبونو کې ځای ورکړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


همدارنګه، افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازې مرستیال اندریکا راټواټ ډاډ ورکړ چې افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرامونه به د ۲۰۲۶ کال د انکشافي پروګرامونو له کاري تګلارې سره سم همغږي شي.

«په روان کال کې زموږ لومړیتوبونه د بېرته راستنو شوو کډوالو بیا ادغام، روغتیا او تغذیه، ټولنیز خوندیتوب او معیشت، کرنه او خوراکي سیستم، اقلیم او اوبه دي، هڅه مو دا ده چې فعالیتونه له پروګرامونو سره همغږي کړو او زموږ ټیمونه به په دې برخه کې له اقتصاد وزارت سره اړینه همغږي ولري.»

د هغه په وینا، د لومړنیو مالوماتو له مخې، ملګرو ملتونو په ۲۰۲۵ کال کې افغانستان کې د پراختیا برخې لپاره ۱.۲ میلیارده ډالره او د بشري مرستو په برخه کې ۹۰۰ میلیونه ډالره لګولي.

اخوا، افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام مسوول سټیفن روډګرز وویل، د ۲۰۲۶ کال لپاره به خپلې انکشافي پروژې د اسلامي امارت د ملي انکشاف له سند سره سمې همغږي او عملي کړي.

«په ۲۰۲۶ کال کې به موږ له ۱۰ زرو لویو، کوچنیو او منځنیو شرکتونو سره مرسته وکړو، څو پورونو ته لاسرسی ومومي، همدارنګه به ۲۶ زره دندې رامنځته کړو چې ۱۰ زره به یې د ښځو لپاره وي. د دې ترڅنګ، هڅه کوو چې ۴.۵ میلیونه کسانو ته د بنسټیزو خدمتونو او پاکو اوبو د لاسرسي زمینه برابره کړو.»

دې سره، د ملګرو ملتونو د مرستندویه بنسټونو مسوولانو په دغه غونډه کې غوښتنه وکړه چې د دې بنسټونو ښځینه همکاران بیا د مرستندویه فعالیتونو په چارو کې ګډون وکړي او د اقتصاد وزارت چارواکو ژمنه وکړه چې په بېړنیو او اضطراري فعالیتونو کې به د دې بنسټونو د ښځینه همکارانو د ګډون پر وړاندې هېڅ خنډ نه‌جوړوي.

د اقتصاد وزارت مسوولانو له مرسته رسوونکو بنسټونو وغوښتل چې د افغانستان د شتمنو ازادولو او د افغانستان پر وړاندې د محدودیتونو لرې کوو په برخه کې هڅې وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام