Asset 1SWN

سلام وطندار

دفاع وزارت: د پاکستان په نظامي مراکز مو برید وکړ

دفاع وزارت

د اسلامي امارت د دفاع وزارت ویلي، د پاکستان د تېرې شپې بریدونو په غبرګون کې یې د خیبرپښتونخوا ایالت کوهاټ سیمه کې د پاکستاني پوځیانو ستراتيژیک نظامي مراکز او تأسیسات په نښه کړي.

د دفاع وزارت نن جمعه د حوت ۲۲ / مارچ ۱۳ یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغو بریدونو کې د کوهاټ پوځي کلا ووېشتل شوه او په دوه کیلومترۍ کې یې د ډیورنډ فرضي کرښې د جګړې د قومندې مرکز او د پوځي کلا د قومندان دفتر هم په دقیق ډول په نښه شو.

همداراز دغو بریدونو کې د کلا نظامي تأسیسات، د قومندې مرکز، ډيپوګانې او د عسکرو د هستوګنې ځایونه لمنځه وړل شوي چې درانه ځالي او مالي زیانونه یې اړولي دي.

پاکستان تېره شپه یوځل بیا په کابل، کندهار، پکتیا، پکتیکا او ځینو نورو سیمو بمبارد کړی چې ځینو ځایونو کې ملکي کورونه په نښه شوي.

د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ویلي، پاکستاني جېټ الوتکو د جمعې په شپه د کابل ښار د ٢١ حوزې اړوند د څرخي پله «٢۴ ګذر» ساحه کې د ملکیانو په کورونو بریدونه کړي.

هغه وویل، دغو بریبدونو کې ۴ عام وګړي شهیدان شوي او په نورو کورونو کې ۱۵ ټپیان شوي دي.

دې سره د ننګرهار د امنیې قومندانۍ ویاند سید طیب حماد هم ویلي چې پاکستاني ځواکونو د جمعې په ورځ د مومندرې ولسوالۍ «ډکې» سیمه کې د استوګنې په یو کور د هاوان مرمۍ وېشتلي چې یوه مېرمن او یوه ماشومه شهیدان شوي.

دې سره، د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، د پاکستان جنایت او ښکاره تېری په کلکو ټکو غندي او دغه بریدونه به بې‌ځوابه پاتې نه‌شي

په همدې حال کې د یوناما سرپرستې جورجیت ګانیون یوې غونډې ته ویلي، ملګري ملتونه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د زیاتېدونکو کړکېچونو له امله اندېښنه لري.

هغې زیاته کړه چې هوايي بریدونو د بشري مرستو د رسولو بهیر ګډوډ کړی او د خلکو د بې‌ځایه کېدو ترڅنګ یې د اړینو توکو د لېږد بهیر هم ځنډولی دی.

د یوناما سرپرستې له ښکېلو لورو غوښتي چې زغم وښيي، تاوتریخوالی کم کړي او بېرته اوربند او ډیپلوماټیکو خبرو ته راوګرځي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام