Asset 1SWN

سلام وطندار

دفاع وزارت کونړ کې زلزله‌ځپلو ته ۳۵ کورونه جوړوي

G7umRFfaoAEVdQS

د اسلامي امارت د دفاع وزارت په ۳۳.۵ میلیون افغانیو د کونړ زلزله ځپلو لپاره د ۳۵ کورونو او یوه جومات چې د ۳۰۰ لمونځ کوونکو ظرفیت لري، جوړولو چارې پیل کړي.

د دفاع وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه ۳۵ کورونه د نورګل ولسوالي «مزار دره» کې جوړیږي او موخه یې د طبیعي پېښو له امله اغېزمنو کورنیو ته د دوامدارې سرپناه برابرول دي.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه کورونه هغو زلزله‌ځپلو ته جوړیږي چې استوګنځي یې زلزله کې په بشپړ ډول له‌منځه تللي او بېړنۍ مرستې ته اړتیا لري.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د روان کال د اګسټ په ۳۱ کونړ کې مرګونې زلزلې ۲ زره او ۲۰۵ کسان مړه او ۳ زره او ۶۴۰ نور ټپیان کړي.

همدارنګه دغې زلزلې کونړ کې د اوسېدو شاوخوا ۷ زره کورونه په بشپړ او نیمه ډول وران کړي او سلګونه کسان بې‌سرپناه پاتې دي.

ورته وخت کې یو شمېر زلزله ځپلي وايي، لا هم سرپناه، خوړو، د څښاک پاکو اوبو او روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی اړتیا لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام