Asset 1SWN

سلام وطندار

دفاع وزارت: غچ‌اخیستونکو بریدونو کې ۵۵ پاکستاني ځواکونه وژل شوي

پر پاکستان د اسلامي امارت عملیات بریدونه

د دفاع وزارت یوه اعلامیه کې ویلي چې له ډیورنډ فرضي کرښې اخوا پر پاکستاني لوري د اسلامي امارت غچ‌اخیستونکو بریدونو کې ۵۵ پاکستاني ځواکونه وژل شوي.

اعلامیه کې ویل شوي، دا چې څو ورځې وړاندې د پاکستان پوځي کړۍ له خوا په افغان خاوره تېری وشو، او د افغانستان حریم یې نقض او دلته یې ښځې او ماشومان په شهادت ورسول، په ځواب کې یې تېره شپه په ۸ بجو په ختیځ او سویل ختیځو استقامتونو کې د ډیورنډ فرضي کرښې اخوا ته د پاکستاني ځواکونو پوستې په نښه شوې.

په دغو عملیاتو کې ۵۵ پاکستاني ځواکونه وژل شوي او دوه قرارګاوې او ۱۹ پوستې یې ونیول شوې.

خبرپانه کې ویل شوي چې یاد بریدونه پکتیکا، خوست، پکتیا، ننګرهار، کونړ او نورستان ولایتونو ته څېرمه د ډيورنډ فرضي کرښې هغې غاړې ته په پاکستاني ځواکونو ترسره شول.

د دفاع وزارت وايي چې په دغو بریدونو کې عملیاتي قطعاتو ته ورکړل شوي هدفونه له پلان سره سم ترلاسه شول او د شپې په ۱۲ بجو د لوی درستیز په امر جګړه ودرول شوه.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


اعلامیه کې همدارنګه راغلي چې په دغو غچ‌اخیستونکو عملیاتو کې د اسلامي امارت ځواکونو په لوړ مورال سره ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستاني ځواکونو دوه قرارګاونې، ۱۹ پوستې او هماهنګ ډول له منځه یوړې او له څلورو پوستو یې عسکر وتښتېدل.

د ۴ ساعته جګړې په جریان کې د ځینو پاکستاني ځواکونو جسدونه د اسلامي امارت ځواکونو را انتقال کړي او یو شمېر ژوندي هم نیول شوي.

اعلامیه کې ویل شوي چې ډېری پاکستاني ځواکونه په تېښته بریالي شوي.

همدارنګه په دغو عملیاتو کې لسګونه میله سپکه او درنه وسله، پوځي مهمات هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي.

همدا ډول د پاکستان یو ټانک سوځول شوی او د پوځیانو د انتقالاتو یو لوی موټر هم نیول شوی دی.

د دفاع وزارت خبرپاڼه کې زیاته شوې چې دغو غچ‌اخیستونکو عملیاتو کې د اسلامي امارت ۸ سرتیري شهیدان شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.

همدا ډول پاکستان په ننګرهار کې د راستنو شویو کډوالو په کمپ هم برید کړی چې ۱۳ ملکیان په کې ټپیان شوي چې یو شمېر یې ښځې او ماشومان دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام