د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مسوولان وايي، دا مهال هېواد کې د ګرځنده تیلیفونونو نږدې ۲۶ میلیونه سیم کارتونه فعال دي چې له ډلې یې، ۱۸میلیونه سیمکارټونه بیاثبت شوي دي.
د دغه وزارت ویاند عنایتالله الکوزي شنبه، کب ۲۵ پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د ا.ا بیاواکمنېدو راهیسې د سیمکارتونو د ثبت بهیر د یوې هراړخیزې کړنلارې له مخې، پیل شوی چې لاهم روان دی.
د نوموړي په وینا، په ټول هېواد کې دامهال د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت تر څارنې لاندې د سیمکارتونو د بیاثبت بهیر دوام لري.
هغه لیکلي: «یو څه چې د یادولو وړ دي هغه د سېمکارټونو د ثبت او راجسټر کولو پروسې لپاره سېسټم جوړول وو چې دا سېسټم هم د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت انجینیر صاحبانو او متخصصو کادرونو په توسط جوړ شوی چې عملاً ترې ګټه اخیستل کېږي چې دا په ټکنالوژۍ کې د وزارت د مسلکي کادرونو لوړ ظرفیت ښيي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ا.ا کابینې د ۱۴۰۰ کال د سلواغې میاشت کې د سیمکارتونو د بیاثبتولود بهیرد پیلولو پرېکړه وکړه، خو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د روان ۱۴۰۳ لمریز کال په پیل کې د سیمکارتونو د بیاثبت بهیر د کابل په ګډون ټولو ولایتونو کې پیل کړ.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د معلوماتو له مخې، هېواد کې د ټولو فعالو سیمکارتونو له ډلې ۱۰میلیونه سیمکارتونه د مکالمو د خدمتونو او ۱۳میلیونه نور د انټرنټي خدمتونو لپاره کارول کېږي.
اوس مهال هېواد کې پنځه شرکتونه خلکو ته د ګرځنده تیلیفونونو له لارې مخابراتي خدمتونه وړاندې کولو په برخه کې فعالیت کوي.