Asset 1SWN

د سرحدونو او قبایلوچارو وزارت: د هېواد سرحدونو ساتنه د حکومت مسوولیت دی

7c8c4d83-05f4-4854-8367-2e9864e85683

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت مسوولان وايي، د هېواد د سرحدونو او په يادو سیمو کې د خلکو ساتنه د اوسني حکومت مسووليت دی او په ټول توان يې، ساتنه کوي.

نورالله نوري دغه څرګندونې د پکتيا څمکنيو ولسوالي کې «د اسلامي نظام او ملي استحکام» تر نوم لاندې د قومي مشرانو سره په يوه غونډه کې کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو سرپرست همداراز وويل چې افغانستان د ټولو ګډ کور دی او د تېرو شلو کلونو په څېر چې له وطن یې، دفاع کړې، اوس د ټولو سرحدونو د ساتنې مسووليت، د اوسني حکومت مسووليت دی.

نوموړي وويل:«لکه څه ډول مو چې په تېرو شلو کلونو کې د اسلامي نظام قايميدل غوښتل همداشان اوس د ټولو سرحداتو ساتنه هم خپله فريصه بولو.که څوک که وغواړي کنه سرحداتو ساتنه کوو.»

يادې غونډې ته د دغه وزارت د جرګو او قبايلو چارو معين علي‌جان احمد وويل چې اوسنی نظام د ولس په ملاتړ رامنځته شوی دی. د نوموړي په وینا، اوسنی حکومت د ولس هره مشروع غوښتنه تاییدوي او هېڅ‌کله به خپل ولس هېر نه‌کړي.

جوړې شوي غونډه کې يوشمېر قومي مشرانو ځينې غوښتنې شريکې کړې او له اوسني نظام يې، ملاتړ وکړ.

یوه قومي مشر انور صديقي له اوسني حکومت غوښتنه وکړه چې د قومي شخړو د حل لپاره بايد منظمه تګلاره جوړه او هم د ځوانانو لپاره کاري فرصتونه رامنځته کړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت مسوولينو ژمنه وکړه چې په ټولو ولايتونو کې به د شخړو هواري لپاره ځانګړې رسمي کميټې جوړوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام