Asset 1SWN

ریاست‌الوزرا: بهر ته له ۵۰۰۰ او ۵۰۰ ډالرو ډېر د لېږد اجازه نشته

دالر-۲-qqgjb7guf8pbddle70aawkojn9mg5f775o2hu2gk20

د سرپرست حکومت ریاست‌الوزرا په یوه تازه حکم کې ویلي چې د هوايي ډګرونو له لارې له ۵۰۰۰ ډالرو ډېر او د ځمکې له لارې له ۵۰۰ ډالرو زیات بهر ته د لېږد اجازه نشته.

په دې حکم چې نن چهارشنبه، سلواغې لسمه خپور شوی، همداراز خبرداری ورکړل شوی چې له سرغړونکو سره به قانوني چلن کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه حکم د افغانۍ کارولو او د اسعارو، سرو زرو، او قیمتي ډبرو د قاچاق مخنیوي په اړه ورکړل شوی دی.

د یاد حکم پر بنسټ، څوک نشي کولای چې د هېواد د هوايي ډګرونو له لارې له ۵۰۰۰ زیات او د ځمکنیو سرحدونو له لارې له ۵۰۰ زیات ډالر په نغدي ډول انتقال کړي.

همداراز که څوک له دې اندازې زیات ډالر لېږدوي، له لسو ورځو څخه نیولې تر یوه کال بند سزا به ورکړل شي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

دې تازه حکم کې راغلي، هغه اسعار او سره زر چې د سرغړونکو څخه نیول کېږي، د ریاست الوزرا تر لزوم دید پورې به د افغانستان بانک ته سپارل کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام