د کورنیو چارو وزارت مسوولان وايي چې د اختر ورځو پرمهال یې، هېواد کې د بشپړ امنیت ټينګښت لپاره کلک تدابیر نیولي دي.
د عامه نظم پولیسو ریاست د مطبوعاتو دفتر د راپور له مخې، په پلازمېنه کابل او ولایتونو کې د هر ډول امنیت ضد پېښو د مخنیوي او د اختر ورځو پرمهال د امنیت ټینګښت لپاره ځانګړي او جدي تدابیر نیول شوي دي.
د عامه نظم پولیسو د ریاست رییس عبدالرحیم ظهیر وايي چې د سرپرست حکومت د امنیتي او دفاعي ځواکونه، د خلکو د مال او ځان د ساتنې او امنیت ټينګښت لپاره خپلې ټولې هڅې کوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د نوموړي په وینا، د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د امنیتي ځواکونو په فعال حضور سره به د احتمالي ګواښونو مخه ونیول شي او خلک کولای شي چې په ارامه فضا کې لوی اختر ونمانځي.
په دې امنیتي تدابیرو کې په عامه ځایونو کې د ګزمو زیاتوالی، د ننوتلو او وتلو لارو دقیق او اغېزمن کنټرول او په حساسو سیمو کې د امنیتي ځواکونو شتهوالی شامل دی.