په هرات کې د مینیاتور او نقاشۍ څلور ورځنی نندارتون د «نون او نقطه» تر سرلیک لاندې پرون چهارشنبه، لړم ۲۸مه، د افق هنري ډلې له لوري د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د علامه صلاحالدین سلجوقي تالار کې پرانیستل شوی دی.
په دغه نندارتون کې د ظریفو انځورګرۍ او نقطهييز تخنیک پربنسټ جوړ شوي هنري اثار نندارې ته وړاندې شوي دي.
د نندارتون جوړوونکي عبدالجبار ناجي سلاموطندار ته وویل چې په ټولیز ډول ۲۳۰ لوی او کوچني اثار چې پکې نقاشۍ، مینیاتوري او د نقطهييز هنر له لارې جوړ شوي، نوښتګر کارونه شامل دي، د عامو لیدونکو لپاره نندارې ته کېښودل شوي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي د نندارتون موخه د نقطهييز هنر معرفي کول او د ځوان نسل هڅول وبلل، څو د دودیز او اصیل هنرونو په زدهکړه او پراختیا کې لا ډېرې هڅې وکړي.
په ورته مهال، د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د هنر او فرهنګ آمر حمیدالله غیاثي وایي چې دوی هڅه کوي د فرهنګي بنسټونو په همکارۍ د هنري نندارتونونو لپاره نورې پراخې زمینې برابرې کړي، څو هنرمندان خپل اثار په مناسب چاپیریال کې وړاندې کړي.