ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر وايي، له افغانستان سره د ملګرو ملتونو مرستې ارزونې ته اړتیا لري.
رویټرز اژانس نن سهشنبه د حوت ۱۹ / مارچ ۱۰ راپور ورکړی چې ملګرو ملتونو کې د امریکا استازي ویلي، د اسلامي امارت دریځ او پر افغان ښځو محدودیتونو ته په پام، افغانستان سره باید په نړیوالو مرستو بیاکتنه وشي.
د امریکا استازي مایک والټز تېره ورځ دوشنبه د افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډه کې د خبرو پرمهال وویل، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت یوناما بودیجه چې ټاکل شوې ماموریت یې راتلونکې اوونۍ وغځول شي، د نړۍ په کچه د دغه سازمان د ماموریتونو تر ټولو لویه بودیجه بلل کېږي.
هغه زیاته کړه: «امنیت شورا باید هغو مرستو ته په دقت سره پام وکړي چې موږ یې په ګډه د دې ماموریت بودیجې لپاره چمتو کوو، کله چې د ماموریت ښځینه کارکوونکې ان نهشي کولی د کار لپاره دفتر ته لاړې شي.»
د رویټرز راپور کې ویل شوي چې افغانستان دامهال د نړۍ په کچه له بشري بحرانونو سره مخ دی.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام په وینا، له ۱۷ میلیون څخه ډېر افغانان – یا د نفوس دریمه برخه – د خوراکي توکو له شدید کمښت سره مخ دي چې په کې ۴.۷ میلیون د لوږې له بیړنۍ کچې سره مخ دي.
دې سره، افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ یا یوناما سرپرستې جورجټ ګانیون د امنیت شورا غونډې ته ویلي، افغانستان “بیړنۍ” بشري اړتیاوې لري او د تمویل کمښت له امله بشري بحران نور هم زیات شوی.
هغې وویل، په ۲۰۲۶ کال کې له ۱۷.۵ میلیون افغانانو سره د مرستو لپاره بشري ادارو د ۱.۷۱ میلیارد ډالرو غوښتنه لري، خو دامهال یوازې ۱۰ سلنه تمویل ترلاسه شوی.
د ګانیون په وینا، پاکستان سره د افغانستان نږدې دوه اونۍ شخړې “انساني او اقتصادي زیانونه” درلودل او ایران کې جګړه افغانستان کې د اساسي توکو د بیو لوړېدو لامل شوي دي.