Asset 1SWN

سلام وطندار

مایکروسافټ سږکال ۸۰ بیلیون ډالر پانګونه کوي

OIP (1)

د مایکروسافټ نړیوال شرکت هوډ لري چې سږکال د اطلاعاتي مرکزونو پراختیا لپاره ۸۰ بیلون ډالر پانګونه وکړي.

دغه شرکت جمعه، جنورۍ درېیمه د وېب‌لاک په یوه پوسټ کې ویلي چې دغه پانګونه به مایکروسافټ ته دا وړتیا په لاس ورکړي چې پر مصنوعي ځېرکتیا سمبال پروګرامونو ته پراختیا ورکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

مایکروسافټ له دې وړاندې هم د مصنوعي ځېرکتیا بنسټونو پیاوړتیا لپاره او اطلاعاتي مرکزونو پراختیا لپاره میلیارډونه ډالر پانګونه کړې.

په ۲۰۲۲ کال کې د OPEN AI او CHATGPT له رامنځته کېدو وروسته ګڼ‌شمېر نړیوال شرکتونه هڅه کوي چې خپلو محصولاتو او خدمتونو کې له مصنوعي ځېرکتیا ګټه واخلي.

د یاد شرکت د مشر مرستیال براډ سمېټ وايي چې د یادې ۸۰ بیلون ډالرو ډېره برخه به په امریکا کې پانګه شي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د ټکنالوژۍ مایکروسافټ شرکت له خپلو نورو سیالانو سره نږدې سیالي لري او له همدې امله یې، غواړي په ورته پانګونو سره له خپلو سیالیو مخکې شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام