د امریکا د چپ جوړولو شرکت مایکرون ټکنالوژي اعلان کړی چې په سنګاپور کې د ۲۴ میلیارده ډالرو په ارزښت د چپ جوړولو نوې کارخونه جوړوي.
دا اقدام په داسې حال کې کېږي چې د چپونو له جدي نړیوال کمښت سره د مقابلې لپاره د تولید د زیاتولو سیالي روانه ده.
دا خبر چې مخکې رویټرز راپور ورکړی و، په داسې مهال خپرېږي چې د مصنوعي ځیرکتیا (AI) د بنسټیزو سیستمونو د جوړولو لپاره د صنعت هڅې زیاتې شوې دي؛ هغه وضعیت چې له مصرفي برښنایي وسایلو نیولې تر د AI خدماتو وړاندې کوونکو پورې، ګڼې برخې د حافظوي چپونو له سخت کمښت سره مخ کړې دي.
مایکرون شرکت ویلي، دا نوې پانګونه چې په راتلونکو لسو کلونو کې به د پرمختللې ویفر جوړولو کارخونې د جوړولو لپاره وکارول شي، د NAND حافظوي چپونو د بازار مخ پر زیاتېدونکي تقاضا پوره کولو کې به مرسته وکړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د شرکت په وینا، د ویفر تولید به د ۲۰۲۸ کال په دویمه نیمايي کې پیل شي. دا کارخونه به په یوه پراخه پاکه فضا (کلین روم) کې فعالیت وکړي چې مساحت یې شاوخوا ۷۰۰زره مربع فوټه (۶۵ زره مربع متره) دی.
مایکرون دامهال د خپل فلش حافظې ۹۸ سلنه چپونه په سنګاپور کې تولیدوي. دغه شرکت همدارنګه په همدې هېواد کې د ۷ میلیارده ډالرو په ارزښت د لوړ بینډوېت حافظې (HBM) د پرمختللې بستهبندۍ یوه کارخونه هم جوړوي چې د مصنوعي ځیرکتیا په چپونو کې کارېږي او تمه ده په ۲۰۲۷ کال کې تولید پیل کړي.
مایکرون زیاتوي چې د سنګاپور د HBM چپونو د بستهبندۍ کارخونه به د ۲۰۲۷ کال په اوږدو کې د نړیوال بازار د اړتیاوو په پوره کولو کې مهم رول ولوبوي.