د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست نن دوشنبه د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د تېز باران، تالندې برښنا، بادونو او سېلابونو راوتلو اټکل کړی.
د هوا پېژندنې ادارې تېره ورځ (یکشنبه، سرطان ۱۵) یوه خبرپاڼه کې ویلي چې یادو ولایتونو کې نورستان، کونړ، ننګرهار، کابل، پنجشېر، لوګر، پکتیا، پکتیکا، خوست، میدانوردګ، لغمان، کاپیسا، پروان او غزني شاملیږي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغو ولایتونو کې به د ورښت کچه له ۱۰ تر ٤٥ ملي مترو پورې ووسي.
همدارنګه په شمالي، سویل ختیځو، لوېدیځو سویلي او مرکزي سیمو کې د تېزو بادونو، خاورو او دوړو اټکل شوی چې د سرعت کچه یې په بېلابېلو سیمو کې له ۵۰ تر ٩٥ کیلومتره په ساعت کې اټکل کیږي.
د یادونې ده چې تېره ورځ ننګرهار کې سېلابونو خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.