د اسلامي امارت رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند د اسلامي نړۍ د پیوستون سازمان مشر شیخ محمد بن عبدالکریم العیسي سره لیدنه کې هیله ښوولې چې دغه سفر د اړیکو د پراختیا او همکاریو د دوام لامل شي.
ارګ تېره ورځ (دوشنبه، سرطان ۳۰) یوه خبرپاڼه کې ویلي چې هغه فلسطین کې د اسراییل له لوري په بېرحمۍ، ظلم او وحشت سره د مسلمانانو وژلو ته په اشارې وویل، ټوله اسلامي نړۍ سره له دې چې وسایل او امکانات لري، خو بیا هم دې برخه کې غلې ده.
د هغه په وینا، علما دې په خپلو هېوادونو فشار راوړي چې د مسلمانانو د ستونزو حل په برخه کې اقدام وکړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
رییس الوزرا همدارنګه وویل چې الله دې مسلمانانو کې فلسطینیانو سره د همکارۍ روحیه پیدا کړي.
ورته وخت کې د اسلامي نړۍ د پیوستون سازمان مشر شیخ محمد بن عبدالکریم العیسي هم دغه لیدنه کې د غزې وضعیت دردونکی بللی او ویلي، دا د نسل وژنې څرګنده بېلګه ده.
هغه وویل چې په دې اړه یې خپل غبرګون څرګند کړی او هلته روان ظلم او وحشت یې غندلی دی.
شیخ محمد بن عبدالکریم العیسی زیاته کړه چې غواړي د افغانستان علما درابطة العالم الاسلامي په شورا او په ټولو لویو کنفرانسونو کې ګډون وکړي.