Asset 1SWN

سلام وطندار

د ولس او مسوولانو غونډه؛ هلمند کې ناقانونه کړنو سره په مبارزې ټینګار شوی

هلمند

د هلمند په ګرمسیر ولسوالي کې د ولسونو، علماوو او حکومتي مسوولانو ترمنځ یوه پراخه غونډه کې د کوکنارو د کښت، نشه‌یي توکو د قاچاق، غلاوو او نورو ناقانونه کړنو پر ضد د ګډې مبارزې او همکارۍ پر اړتیا ټینګار شوی.

دغه غونډه کې د ګرمسیر ولسوال اسدالله عمري وویل، د کوکنارو کښت، نشه‌یي توکو قاچاق او له نورو هېوادونو څخه د غیرقانوني توکو واردول په کلکه منع دي.

هغه له خلکو وغوښتل چې د دغو کړنو په مخنیوي کې د اسلامي امارت مسوولانو سره همکاري وکړي.

هغه زیاته کړه: «د امر اطاعت پر ټولو واجب دی. که چېرې څوک د تریاکو کښت لري، اوس لا وخت شته چې بدیل کښت وکړي او کوکنار له منځه یوسي.»

ورته مهال، د ګرمسیر ولسوالي د ابتدائیه محکمې قاضي مولوي حمیدالله د امنیت په ټینګښت، د غلاوو په مخنیوي او د نشه‌یي توکو د قاچاق پر ضد د ولسونو او مسوولانو ګډه همکاري حیاتي وبلله.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


نوموړي وویل: «د نشه‌یي توکو کښت او قاچاق د مشرتابه په امر بند دی، پر موږ ټولو لازمه ده چې د امیر امر ومنو او د دې ناوړه پدیدې د مخنیوي لپاره ګډه ونډه واخلو.»

هغه ټینګار وکړ چې حکومت او ولس یو د بل متمم دي او پرته له متقابلې همکارۍ امنیت او ثبات نه‌شي ټینګېدلی.

دیني علماوو هم په خپلو خبرو کې د نظام ملاتړ او اطاعت د ټولنې د بریا راز وباله. دیني عالم شیخ مولوي محمدنعیم برهاني وویل:

«د امیر امر منل پر ولسونو واجب دي، لکه څرنګه چې امیر هم مکلف دی د خلکو ستونزو ته رسېدنه وکړي. دا یو بې‌بدیله نظام دی او بریا یې د ولسونو په ملاتړ پورې تړلې ده.»

د غونډې په پای کې د مشرتابه هغه فرمان خلکو ته تشریح شو چې د نشه‌یي توکو د کښت او قاچاق د مخنیوي په اړه صادر شوی او د یادو مواردو د سرغړونکو لپاره ټاکل شوې سزاوې هم بیان شوې.

ګرمسیر ولسوالي د هلمند له هغو سیمو ده چې په تېرو کلونو کې د کوکنارو کښت او د نشه‌یي توکو قاچاق په کې د پام وړ ستونزې رامنځته کړې وې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام