Asset 1SWN

مولوي نورالله نوري: د سر په بیه به د خاورې ساتنه کوو

20251108_123508

د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزیر مولوي نورالله نوري وايي، د اسلامي نظام تر قلمرو لاندې د انچ انچ خاورې ساتنه به د سر په بیه کوي.

هغه تېره ورځ له سرحدي ساتونکو سره لیدنه کې ویلي، د دې خاورې ساتنه د اسلامي قلمرو د حدودو ساتنه ده.

ده وویل: «زه په هغه ځوان وياړم چې د اسلامي قلمرو څخه ساتنه کوي او افتخار پرې کوم، ساتونکی یې نېکبخته بولم. تاسو ته د سرحد ساتنه سپارل شوې چې دا د څلویښت میلیونه ملت امانت دی او دغه ساتنه د ۴۰کلن زوریدلي ملت ساتنه ده چې په کلکه باید متوجه اوسئ.»

سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نورالله نوري زیاته کړه چې د سرحدونو په ساتنه کې باید هیڅ ډول غفلت ونه‌شي.

هغه همدارنګه وویل: «په خپل تاریخ باید مظبوط ودرېږو، له خپلې خاورې دفاع وکړو، رښتونی سیاست باید وکړو، ځکه ستاسو اخلاق د اسلامي نظام نمایندګي کوي، مونږ ستاسو د امکاناتو کتلو او اړتیاو پوره کولو په خاطر راغلي یو او څنګ په څنګ درسره ولاړ یو.»

سرحدي ساتونکو هم ډاډ ورکړ چې له هېواد او خاروې څخه د ساتنې لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام