Asset 1SWN

سلام وطندار

مولوي عبدالکبیر: هغوی چې مونږ یې انزوا سره مخ کولو، خپله ورسره مخ دي

Kabir

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزير مولوي عبدالکبیر وايي، هغوی چې غوښتل یې اسلامي امارت د انزوا پر لور بوځي، نن خپله د انزوا خواته تللي.

هغه نن (جمعه، جدي ۱۹) خوست کې د جهادي مدرسې د دستاربندۍ يوه غونډه کې وویل، اسلامي امارت ورځ تر بلې په اقتصادي او سیاسي ډګرونو کې د پرمختګ په حال کې دی.

مولوي عبدالکبیر دغه غونډه کې له هغو هيوادونو چې افغان کډوال په‌کې مېشت دي غوښتنه وکړه چې له کډوالو سره دې له زور زياتي لاس واخلي او اجازه ورکړي چې په خپله خوښه هيواد ته راستانه شي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


دی وايي، افغان کډوال باعزته خلک دي او دوی د لوږې نه، بلکې د خپل عزت د خوندي کولو او د اشغال له امله کډوال شوي وو.

د نوموړي په وینا، د کډوالو د لومړنيو اړتياو پوره کولو لپاره په ټول هيواد کې پرېکړې نيول شوي او ډېر ژر به عملي شي.

هغه زیاته کړه چې اسلامي امارت د کډوالو عزت، کرامت او خدمت ته ژمن دی او د هغوی د ستونزو د حل او لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره عملي او جدي ګامونه اخلي.

د یادونې ده چې د خوست له جهادي مدرسې نن جمعه ۴۸۰ ديني عالمان او فاضلان فارغ شول.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام