د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر وویل، په ټول توان د کډوالو ستونزو ته د رسېدو هڅې کوي او د راستنېدونکو د ښه خدمت لپاره یې اړوندې چارې ځینو وزارتونو او ادارو ته سپارلي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن (سهشنبه، جدي ۲۳) پر اېکسپاڼه لیکلي چې هغه خوست ته د سفر په لړ کې دغه ولایت ته د ورستنو شویو هېوادوالو له استازو سره لیدلي.
هغه دغه لیدنه کې ویلي چې افغانان د دین او د هېواد د خپلواکۍ د ساتنې په موخه کډوالۍ ته اړ شوي او هر راستون شوی افغان د قدر وړ دی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
مولوي عبدالکبیر څرګنده کړه چې په ټولو ولایتونو کې اړمنو راستنو شویو ته د مرستو د وېش لړۍ پیل شوې او تمه کېږي چې زرګونو کورنیو ته به نغدي او د خوراکي توکو مرسته ووېشل شي.
نوموړي له مرستندویو ادارو غوښتنه وکړه چې له راستنو شویو سره مرسته او د هغوی لاسنیوی وکړي.
مولوي عبدالکبیر حاضرو راستنو شویو ته د نغدي مرستې د وېش پرمهال راتلونکې کې د نورو مرستو د چمتو کولو یادونه وکړه او د اړتیا په صورت کې یې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.